"د برطانیی لومړی وزیر څو ورځی وړاندی افغانستا ته په یو غلچکی سفر راغی او په هلمند کی یی له خپلو عسکرو سره د لیدنی پرمهال پورتنۍ خبره وکړه .
په دې اړه د الجزیرې تلویزیوني کانال انګریزي څانګي یوه تبصره کړی چې ژباړې او لنډیز ته یی د لوستونکو پام را اړوو: کیمرون دغه وینا داسی مهال کوی چې په افغانستان کې د طالبانو روانې جګړې نور هم زور اخیستی ، د کابل په اداري کې اختلاس او اداری فساد اوج ته رسیدلی ، د مخدره موادو کرکرونده او قاچاق نور فراخ سوی او بشری حقوق ترپښو لاندی کیدل یومعمول ګرځیدلی دی
برطانوی وزیر په داسی حال کې چې د کریسمس تر رارسیدو وړاندي په یوناڅاپی سفرافغانستان ته راغی او له خپلو ځواکونو سره یې ولیدل ؛ دغه څرګندوني وکړي او زیاته یی کړه چې د ده ځواکونه کولای سی چې راتلونکی کال افغانستان پریږدی ځکه چې دوی په کامیابۍ سره خپل ماموریت سرته رسولی دی . د نوموړی دغه وینا د پخواني امریکایی ولسمشر جورج ډبلیوبوش هغه خبری ته ورته وه چې په ۲۰۰۳م کال کې یی د عراق د جګړي په اړه کړی وه « Mission accomplished» او دا د یو بینر په بڼه د الوتک وړونکي یوې بیړۍ پر سر لګیدلی وه. د بوش پر دې خبره هغه مهال لوړرتبه امریکایانو لکه (hubristic, premature and triumphalist) هیوبریستک پریمیچر او ټرییومپلیسټ سخت ټکونه وکړل او دا یی یوه بی معنی خبره وبلله ، هغه و چې جګړي یوه بله لسیزه ونیوله او په زرګونو عراقیان پکی ووژل شول .
له ډیویډکیمرون نه پوښتنه وسوه چې کچیری موږ له افغانستان نه وځو نو موږ به د دی وړیو چې له ځان سره دا پیغام ولرو چې له ۱۲کلنۍ جګړي وروسته بیا هم موږ پخپل ماموریت کې کامیاب سو؟
ده په ځواب کې وویل : هو! زه فکر کوم ویلای سو زموږ عسکرو دا کار ترسره کړی دی .
ده زیاته کړه چې د دي میشن مهم اړخ دا دی چې نور د ترور لپاره پناه ځای نه دی پاتي ، زه فکر کوم دا اهم میشن دی چې موږ ترسره کړیدی .
خو په غرب کې د کیمرون ناقدین وایی چې د نوموړی دا وینا یوه ګمراه کوونکي وینا ده او ډیری اندیښني یی د افغان امنیت په اړه راپارولي دي ، د کرزی د حکومت تر واک لاندی د مخدراتو پراخ کاروبار ، اداری فساد او له بشری حقوقو څخه سرغړوني په داسی حال کي چې افغان حکومت د راتلونکو ټولټاکنو تابیا کوی او د طالبانو له شدید مقاومت سره مخ دی . دا ټول هغه څه دی چې ډیر تشویش یی رامنځ ته کړی دی .
(یوری فیډوټو) چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو د دفتر مسؤل دی ؛ په تیر اکتوبر کې وویل چې : ویره ده چې افغانستان نور د افیونو او نشیی توکو ستر مرکز جوړ شی .
د برطانیی د اپوزیسیون یو وتلی سیاستمدار (پاول فلیین) چې له لومړی سر نه پر افغانستان باندی له حملي سره مخالف دی ؛ پرخپل ټویټر باندی پر ډیویډ کیمرون په سخت ګذار کولو سره وویل چې: کیمرون د ۴۴۶برطانوی عسکرو په وژلو ، له ۲۰۰۰څخه زیات شدید زخمی کیدلو، ۴۰میلیارده پاونډه بی ځایه لګول او بی شمیره افغانانو وژل ، د کرکولي لرونکي کرزی ناکامه حکمراني ، د مخدراتو زیاتوالی آیا د ( میشن پوره کیدل ) بولی ؟!.
د مزدور دفاعی کارګرګوند ویاند (ویرنون ایم پی) وویل: دا لا ډیره تروخته وړاندی ده چې وویل سی ، افغان ماموریت تکمیل سوی ، په داسی حال کی چې عسکر مو لا په جګړه بوخت دي له طالبانو سره په سخت جنګ کی یو وظیفه لا نه ده پوره سوی .
افغانستان